د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، نجیب الله حیات حقاني د MMC چینايي شرکت له عمومي رییس، وانګ جي چېنګ او مل پلاوي سره کتلي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي، چې په دغه کتنه کې د مخابراتو سرپرست وزیر ویلي، افغانستان هڅه کوي د سیمه ییزو هېوادونو په همکارۍ د ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا برخه کې پرمختګ وکړي. د MCC شرکت رییس بیا ویلي، افغان کادرونه یې چین ته استولي څو د مصنوعي ځیرکتیا تر څنګ د کان کیندنې او مدیریت مهارتونه هم زده کړي.