د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د سويډن پاچا شپاړسم کارل ګوستاف د مې په ۹مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو ۷۵مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او سويډن ترمنځ اړيکې له پيله تر اوسه سالمې او ثابتې ساتل شوې او د اقتصاد، سوداګرۍ، ټېکنالوژۍ، ښوونې او کلتور په برخه کې يې خپلمنځي همکارۍ پياوړې شوي دي.
ده زياته کړې، چې د چين او سويډن ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له پاچا شپاړسم کارل ګوستاف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي باور، همکاريو او کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره لارښوونکی رول ولوبوي او په ګډه د څواړخيزم او ازادې سوداګرۍ ملاتړ وکړي، څو د خپلو هېوادونو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي او د نړيوالې سولې او هوساينې لپاره خدمتونه وکړي.