د چين دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۷مه مسکو ته رسمي سفر پيل کړ او د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې د مې په اتمه له رسمي خبرو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو په اړه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دغه اعلاميه کې ليکل شوي، چين او روسيه د دويمې نړيوالې جګړې د سمې نظريې د ساتلو ګډ مسئوليت او دندې لري او دواړه خواوې به د دې جګړې د بريا لاسته راوړنې ټينګ وساتي.
اعلاميه کې دغه راز ويل شوي، چې چين او روسيه د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت او ټکاو د ساتلو په برخه کې يو له بل ټينګ ملاتړ کوي، د خپلمنځي اړيکو په عادي پراختيا او خپلو کورنيو چارو کې له هر بهرني مداخله کوونکي ځواک سره ټينګ مخالفت کوي او د پرمختيايي لارې د ټاکلو له خپلو حقونو دفاع کوي.