د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په مسکو کې پر ځايي وخت د مې د ۸مې نېټې په غرمه کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره تر خبرو اترو وروسته يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه.
شي جين پينګ دغې خبري ناستې ته وويل: تازه مې له ولسمشر پوټين سره دوستانه او اغېزمنې خبرې کړې او زياتونويو او مهمو توافقاتو ته رسېدلي يوو.
دی وايي: موږ «د جاپاني تېري کوونکو پر ضد د چيني جګړې او د شوروي اتحاد لخوا د خپل وطن د دفاع جګړې د برياليتوب او د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۰مې کليزمې په درشل کې د چين د ولسي جمهوريت او د روسيې فدراسيون د نوې زمانې خپلمنځي هراړخيز ستراتيژيک مشارکت ګډه اعلاميه » لاسليک کړې او زموږ په شتون کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو لخوا همکاريز سندونه تبادله شوي دي.