د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان د مې په ۸مه نېټه په يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، د رخصتيو په موده کې د چينايانو د مصارفو د کچې له خورا زياتوالي څخه د دغه هېواد د قوي، خوځنده او ستر بالفوه توان لرونکي اقتصاد ښکارندويي کوي.
د شمېرو له مخې، د کارګرو نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې په چين کې د مصرفي چارو پلورونکی ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۵.۲ سلنه زياتوالی موندلی دی. د دغې مودې په هره ورځ کې چينايان او بهرنيان د ۲.۱۷۹ ميليونو ځلو لپاره له دغه هېواد څخه ننوتلي او وتلي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸.۷ ٪ زياتوالی ښيي. له دې جملې څخه بهرنيان هره ورځ د ۱.۱۱۵ ميليونو ځلو لپاره له چينه ننوتلي او وتلي چې د تېر کال په پرتله د زياتوالي کچه ۴۳.۱ سلنې ته رسېږي.
د چين په نړيوال صادراتي او وارداتي نندارتون کې چې تازه په ګوانګجو ښار کې پای ته رسېدلی، د بهرنيو پيرودونکو سوداګرو او لاسليک شويو ابتدايي تړونونو په شمول څو شمېرونو نوي تاريخي ريکارډونه جوړ کړي او د ګډون کوونکو مخکښو نړيوالو پيرودونکو شرکتونو شمېر ۳۷۶ ته رسېدلی چې دا اندازه ساری نه لري.
دغه راز په «د چين د سوداګريز چاپېريال پرمختيايي راپور(۲۰۲۵)» کې چيني او بهرنيو تصديو ته د بازاري کېدو، قانوني کېدو او نړيوال کېدو په پار د چيني حکومت لخوا د لومړې کچې سوداګريز چاپېريال د جوړولو ټينګ هوډ او صادقت هراړخيز ښودل شوی دی.