د چین په ووهان ښار کې د مې په اوومه (د چین د ګام وهلو ګډ رسنیز سفر) تر سرلیک لاندې فعالیت دغه هېواد ته د راغلو بهرنیو رسنیو د ګډ پلاوي په شتون سره پيل شو.
دغه فعاليت د چين ميډيا ګروپ د سي جي ټي اېڼ او د وو هان ښار د ګوندي کمېټې د مطبوعاتي څانګې لخوا جوړ شوی او د پيل په مراسمو کې يې په چين کې د ويتنام، نيپال، اندونيزيا په ګډون د پنځو هېوادونو ډيپلوماتانو او د وتنام، اندونيزيا، تايلند، لاوس او ترکيې په ګډون د يو شمېر هېوادونو د مشهورو رسنيو ۲۰ ژورناليستانو ګډون کړی و.
د دغه فعاليت د پلان له مخې به چيني او ياد بهرني ژورناليستان په راتلونکې يوې اوونۍ کې د وو هان ښار د علمي نوښت، ايکولوژۍ،کلتور، سېلانۍ او ترافيک په ګډون د بېلابېلو برخو د پرمختیايي وضعيت په اړه راپورونه جوړ کړي او د سي جي ټي اېڼ پر رسنيزو پلاټفورمونو خپاره کړي.