د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو به سبا په عمان کې ترسره شي. رویټرز هم د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه ده د ولسمشر ټرمپ د حکومت لپاره د منځني ختیځ ځانګړی استازی، سټیو ویټکاف، سبا، عمان ته ولاړ شي چې له ایران سره په خبرو کې ګډون وکړي.