د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره کتلي دي. محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي سره د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی. ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شي. د دغې درې اړخیزې غونډې موخه د هغو خبرو تعقیب ښودل شوی، چې درې واړو هېوادونو پرې مخکې په درې اړخیز میکانیزم کې خبرې کړي او په ګډو سیاسي او اقتصادي همکاریو پکې خبرې کېږي.