په غزني ولایت کې د والیبال د دوولسو غوره لوبډلو ترمنځ سیالۍ د خواجه علي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش د چارو امر ویلي، چې دا سیالۍ دوه میاشتې مخکې د ورزشي امریت په جمنازیم کې پیل شوې وې. هغه زیاته کړه چې په دې سیالیو کې خواجه علي لوبډلې اتلولي خپله کړه. نوموړی ویلي، چې د لومړي او دویم مقام ګټوونکو لوبډلو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.