د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو د مې په اتمه نېټه په مسکو کې د روسیې د اقتصادي پراختیا له وزیر ماکسیم ریشتنیکوف سره وکتل. دواړو خواوو د چین او روسیې د پانګونې د هڅونې د نوي تړون د پلي کولو، د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پیاوړتیا او د امریکا لخوا د بالمثل تعرفو په څېر مسئلو په اړه د نظریو تبادله وکړه.
وانګ ون تاو وویل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتیژیکې لارښوونې لاندې، په نوې زمانه کې د چین او روسیې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ورځ تر بلې ژورېږي. دواړه خواوې باید د چین او روسیې د پانګونې د هڅونې او متقابلې ساتنې د نوي شوي تړون رول ولوبوي ترڅو د دواړو هېوادونو د تصدیو لپاره لا شفاف او عادلانه چاپېریال چمتو کړي او د چین او روسیې د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د لوړ کیفیت پرمختګ ته وده ورکړي.