د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې مخ په زیاتېدو دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د هند او پاکستان د وضعیت په اړه د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چین د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی وضعیت ته پاملرنه کوي او د وضعیت د خرابېدو په اړه ژوره اندېښنه لري. موږ په کلکه له هند او پاکستان څخه غواړو چې د سولې او ثبات عمومي وضعیت ته لومړیتوب ورکړي، ارام او زغم ولري، د سوله ییزو او سیاسي لارو چارو له لارې مسئلې حل کړي او د وضعیت له سختېدو څخه ډډه وکړي. دا د هند او پاکستان له اساسي ګټو سره سمون لري، د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره ګټور دی او همدارنګه د نړیوالې ټولنې عمومي تمه ده. چین غواړي په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.