د چین دولت رئیس شي جين پینګ د مې له ۷مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې له روسیې څخه رسمي لیدنه کړې او د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې په مراسمو کې ګډون درلود. نړیوالو رسنیو د چین د دولت رئیس شي جين پينګ رسمي لیدنې ته ډېره پاملرنه کړې. د روسیې د علومو اکاډمۍ د چین او عصري اسیا د انسټیټیوټ مشر کیریل بابایف وویل، روسیې او چین په څرګنده توګه ښودلې چې د دوی ملګرتیا او ستراتیژیکې همکاریزې اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې دي او د نړیوال وضعیت د ثبات لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.
سږ کال د جاپان د تيري پر وړاندې د چينایانو د مقاومت او د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی. رئیس شي جين پينګ په دې موده کې د چین د دولت رئیس په توګه روسیې ته پر خپل ۱۱م سفر پيل وکړ چې د چین او روسیې د اړیکو لوړه سویه په تېره بيا د دواړو مشرانو له خوا د ستراتیژيکې لارښوونې غوره والی ښودلی دی.
د چین او روسیې مشرانو د خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وکړه چې خپلمنځې ستراتیژیکې همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو اړیکو باثباته، سالم او لوړ پوړي پرمختګ او په ګډه د دوهمې نړیوالې جګړې د تاریخ سمې نظریې ته وده ورکړي، د ملګرو ملتونو واک او مقام خوندي کړي او نړیوال عدالت وساتي. دواړو خواوو څو ګډې اعلامیې لاسلیک کړې او څرګنده کړې یې چې د نړیوال ستراتیژیک ثبات او د نړیوالو قوانینو د واک او واکمن ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.
د چین د ټولنیزو علومو اکاډمۍ د روسیې، ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا د څېړنیز انسټیټیوټ څېړونکي جانګ هونګ وویل، چین او روسیه د دوه اړخیزو اړیکو اوسنۍ کچه تائیدوي، دا په ګوته کوي چې دوی نه یوازې لوړ ستراتیژیک او امنیتي متقابل باور لري، بلکې په ډېرو برخو کې پراخه او ژوره همکاري هم لري. دا متقابل درناوی او د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري ده چې د لویو هېوادونو د اړیکو د اداره کولو لپاره یوه بېلګه جوړوي.
په نړۍ کې د لویو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه، چین او روسیه لاهم “ځانګړی مسؤلیت” لري یانې د “نړیوال مساوات او عدالت ساتونکي ” دي. په اوس وخت کې، یو شمېر هېوادونه یو اړخیزم، تسلط او ځورونې تعقیبوي چې د اقتصاد د نړیوال کېدو او نړیوال نظم لپاره یې سخت ګواښونه رسولي دي. د چین او روسیې مشرانو په خبرو اترو کې پر دې ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس په شمول څو اړخیزو ډګرونو کې نږدې همغږۍ او همکارۍ وکړي. چین غواړي له روسیې سره يو ځای د نړیوال څو اړخیز سوداګریز سیسټم او د صنعتي او اکمالاتي زنځیرونو ثبات وساتي. د روسیې لوري په ګوته کړه چې د لوړو تعرفو لګول غیر معقولانه کار دی او غیرقانوني دي، یوازې به تحمیل کوونکي ته منفي اغېزه ولري.