د کډوالو وزارت خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه هېواد ته ۹۰۲ کورنۍ راستنې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې ۲۳۰ کورنۍ د تورخم، ۲۳۱ د سپین بولدک، ۱۵۰ د ورېښمو پله، ۲۳ د بهرامچې او ۲۶۸ کورنۍ بیا د اسلامکلا له لارې هیواد ته راستنې شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې له راستنو شویو کورنیو سره مرسته هم شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره روان دی.