د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان د هوا د وچوالي او د ورښتونو د کچې د ټیټوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده. اوچا ویلي، چې دغه وضعیت د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم ژوره کړې ده. راپور کې د «کرنې د فشار شاخص» یادونه شوې، چې ښیي په افغانستان کې په ډېری سیمو کې د بوټو وده کمه شوې او دا د وچکالۍ ګواښ زیاتوي. اوچا ویلي، چې د ځینو شمال ختیځو ولایتونو پرته، د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د تودوخې درجه لوړه شوې، چې دا به د اوبو کمښت، د ځمکو حاصل کموالی او د څړځایونو د له منځه تلو لامل شي.