د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراین سره د مستقیمو مذاکراتو وړاندیز کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پوتین ویلي، چې دا مذاکرات به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې پيل شي. په راپور کې د روسیې د ولسمشر له قوله ویل شوي، چې مسکو او کېیف د اوربند او تلپاتې سولې ته د لاس رسي لپاره مذاکرات کوي.