د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د هالنډ په سفر کې د افغانستان د سفارت له مسوولینو او په دغه هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو سره د اروپایي هېوادونو د تجربو د انتقال او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي. د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې یو پلاوی به د کرنیز سکتور د میکانیزه کولو، په ځانګړې توګه د شنو خونو، سړو خونو جوړولو او د ښه نسل څارویو د وارداتو په موخه افغانستان ته سفر وکړي. دغه راز د افغانستان یو پلاوی به هم د تجربو شریکولو او همکارۍ د پراختیا لپاره هالنډ ته سفر وکړي.