امريکا له نړۍ سره د تعرفې جګړه پيل کړې، خو له يو شمېر هېوادونو سره يې د سوداګرۍ په اړه د شته ستونزو د حلولو لپاره خبرو ته مخه کړې ده.
نړيواله ټولنه د امريکا د ناڅرګندې او بدلېدونکې تګلارې له امله د امريکا پر حکومت بې باوره شوې ده.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اين د يوې سروۍ نتيجه خپره کړې چې له مخې يې ۵۱ اعشاريه ۸ سلنه نړیوال ګډونوال په دې نظر دي، چې د امريکا په پرتله له چين سره سوداګري ګټوره ده.
سروې ښي، ۴۸اعشاريه۱ سلنه اروپايي ګډونوالو د امریکا نوی حکومت بې باوره بللی دی.
ياده سروې د سي جي ټي اين او د چين د ژن مين پوهنتون لخوا په ګډه تر سره شوې او د ۴۱ هېوادونو ۳۱ زره او ۴ کسانو پکې برخه لرلې.