د پخواني شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې په پار جوړ شوي رسم ګذشت پر ځايي وخت د مې په ۹مه نیټه په مسکو کې ترسره شو. د چین د دولت رئیس شي جین پينګ او د ۲۰ نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشرانو په بلنې سره په دې مراسمو کې ګډون درلود. د روسیې د عامه افکارو په اند، په دغه فعالیت کې د رئیس شي جین پينګ ګډون ستر تاریخي اهمیت لري چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د دفاع او د نړیوال عدالت د ساتلو په برخه کې د چین او روسیې ټينګ هوډ او باور څرګندونه کوي.
د نړۍ لپاره ۲۰۲۵ کال ځانګړی اهمیت لري. دا کال نه یوازې د جاپان د تيري پر وړاندې د چينایانو د مقاومت او د شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب له ۸۰مې کليزې سره برابر دی، بلکې د ملګرو ملتونو د تاسیس ۸۰ کلیزه هم ده.
د ګډې تاریخي یادونې او ژورې جنګي دوستۍ او همدارنګه د نړیوالې سولې د ساتلو لپاره د ماموریت او مسؤلیت پر بنسټ، چین او روسیې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د یادونو فعالیتونو ملاتړ کړی چې د دواړو هېوادونو سیاسي متقابل باور او د لویو هېوادونو مسؤلیت په ګوته کوي. دا ځل رئیس شي جين پينګ روسیې ته رسمي سفر وکړ او د پخواني شوروي اتحاد لخوا د وطن د دفاع جګړې د برياليتوب ۸۰مې کليزې د يادونې په پار جوړ شوي رسم ګذشت کې ګډون وکړ او نړۍ ته يې يو څرګند پيغام وړاندې کړ چې تاريخ نه شي هېرولی، د سولې رامنځته کېدل اسانه نه ده او چين او روسيه بايد په ګډه د نړیوال انصاف او عدالت ساتنه کوي.
د چین او روسیې مشرانو په مسکو کې د خبرو اترو په ترڅ کې موافقه وکړه چې په ګډه به د دویمې نړیوالې جګړې د تاریخ سم نظر ته وده ورکړه، د ملګرو ملتونو واک او مقام به خوندي کړي او د نړیوال عدالت به ساتنه وکړي. دا د نړیوالې ټولنې لپاره لارښوونه کوي چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا د پایلو دفاع وکړي او له ننګونو سره مقابله وکړي.
د چين او روسیې اړيکې په اوس وخت کې په تاريخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او دواړه هېوادونه په ډېرو لویو نړیوالو مسئلو کې ورته دریځ لري. دا ځل د چين او روسیې مشرانو موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او د برکس په شمول څو اړخیزو چوکاټونو کې خپلمنځې همغږۍ پياوړې کړي او د نړیوالې ټولنې د ګډو ګټو ساتنه وکړي.
د روسیې د علومو اکاډمۍ څېړونکي اندري وینوګرادوف وویل چې روسیه او چین د نړیوالې سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې مهم مسؤلیتونه لري او له نړیوالې ټولنې سره به په نړیوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د کیليدي رول د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.