د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون مسولینو پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې دوی له پیله تر دې دمه ۴۹.۷ میلیونه جریبه ځمکه تشخیص او له ۳.۹ میلیونه جریبه ډېره یې بېرته را ګرځولې ده. د مسولینو په خبره، یوازې په کابل کې ۶۶ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده. مسوولینو زیاته کړې چې یاد کمېسیون تر دې دمه له ۱۲.۷ میلیونه جریبه ډېره ځمکه ثبت او د دولتي ملکیت په توګه یې ساتلې ده. د دوی په خبره د نوي کابل ښارګوټي لپاره ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او اوسمهال په دې پروژه کې څلور شرکتونه فعالیت کوي. د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون له علماوو، مخورو او قومي مشرانو غوښتي، تر څو د دولتي ځمکو د غصب پر ضد مبارزه کې برخه واخلي او د دې ناروا عمل منفي اغیزې خلکو ته روښانه کړي.