اقتصاد پوهان په دې باور دي چې امریکا به په خپله پيل شوې تجارتي جګړه کې بریالۍ نه شي، بلکې دا جګړه به د دوی د اقتصادي زوال لامل شي.
دا سمه ده چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو لوی اقتصادي قدرت دی ، مګر دغه مقام ته يې هم ځان په درغلیو او د نورو هېوادونو د حقونو تر پښو لاندې کولو او نامشروع لارو رسولی دی.
دغه هېواد له خپل پیدايښت راهیسې، هر وخت چې زړه غوښتي د نورو هېوادونو د مشروغ ګټو پرضد اقدام کړی او ان د پوځي بریدونو له لارې يې د نورو هېوادونو اقتصادي زېربیناوې لاندې کړې او په دې توګه يې خپل اقتصاد پړسولی او تر اوسني مقامه رسولی دی.
نو طبیعي ده چې امریکا د خپل دې مقام د ساتلو لپاره له هېڅ راز هڅو او اقداماتو څخه مخ نه اړوي.
ولې امریکا تجارتي جګړه پيل کړه؟
امریکا له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ د واک پر ګدۍ ناسته ده او له دې لارې يې د ځان اقتصادي مقام هم د نړۍ تر ټولو هېوادونو مخکې کړی.
خو په دې وروستیو کلونو کې په نړۍ کې د سراسري جنوب هېوادونو اقتصادونه نوي را ټوکېدلي او امریکا ويره لري چې که دغه هېواده یو لاس شي نو دوی، په تېره بیا چین به د نړۍ لومړی اقتصادي مقام خپل کړي او په دې توګه نه غواړي چې پر نړۍ خپل واک او د اقتصاد اوسنۍ مقام له لاسه ورکړي نو ځکه لالهانده او وارخطا ده او د ځان ژرغونې لپاره يې تجارتي جګړې ته مخه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د نړۍ پر ټولو هېوادونو تعرفې اضافه کړې او ده ګمان کاوه چې دا د امریکا د سیالانو د ځپلو او د دغه هېواد د صادراتو د زیاتولي لپاره بهترینه لار ده، خو اوس ليدل کېږي چې نه یوازې دا تعرفې د نړۍ له ۱۸۰ ډېرو هېوادونو او سیمو لپاره درانه زیانونه اړولي، بلکې د امریکايي مصرف کوونکو او تجارتي شرکتونو پر اوږو يې هم ملا ماتونکي فشارونه راوستلي دي.
واشنګټن چې په نړۍ کې پر «لوی شیطان» مشهوره ده، تل يې داسې سیاست غوره کړی چې له یوې خوا يې د خپلو سیالانو د ماتولو لپاره د خپلو په اصطلاح دوستانو ټلوالې جوړې کړې او بیا يې په یوه خوله پر خپلو سیالانو قوي فشار وارد کړی او هغوی يې له دې لارې تسلیمېدو ته اړ کړي دي.
دغه هېواد د خپلو اقتصادي ګټو ترلاسه کولو او ساتلو لپاره نظامي یا قهره قوه هم کاروي او هر وخت يې چې زړه غوښتي پر نورو هېوادونو يې برید کړی او خپل اهداف يې ترلاسه کړي دي.
واشنګټن د خپل تاریخ په اوږدو کې د هېچا دایمي دوست نه دی پاتې شوی او دوستي يې یوازې د خپل مطلب ترلاسه کولو پورې پاللې او تر هغې يې یارانه ورسره کړې تر څو يې چې دوی ته باج او امتیاز ورکړی.
دغه هېواد تل د خپلو ګټو د ساتلو او د نورو د زېرمو لاندې کولو په موخه په هره لویه وچه او آن هره سیمه کې خپل مصنوعي دوستان جوړ کړي او بیا يې له همدې دوستانو څخه خپلو اقتصادي ګټو ته د رسېدو لپاره د اوزار په توګه استفاده کړې ده.
دوی آن د نورو هېوادونو په دننه کې ځینې ډلې او اشخاص استخدام کړي، په ځينو هېوادونو کې يې دغه کسان په مالي ملاتړونو سره لوړو چوکیو ته رسولي او په ځينو کې يې بیا چې چوکیو ته د رسېدو امکان نه دی پيدا کړی نو د خپلو حکومتونو په مقابل کې درولي او دې کسانو د دوی د مالي ملاتړونو په بدل کې هڅه کړې چې د خپلو هېوادونو مالي زېرمې د امریکا په خدمت کې کېږدي او د امریکا غرضي مداخلو ته زمینه برابره کړي.
نتیجه
پښتو کې متل دی وايي «د مېږي چې ورکه راشي نو وزر وکړي» او امریکا چې دا ځل يې په ښکاره د ټولې نړۍ پروړاندې تجارتي جګړه پيل کړې چې د اروپايي ټولنې په شمول يې ډېری خپل نږدې ملګري او هغه د چا خبره د ښې او بدې ورځې یاران هم پکې شامل کړي دي او داسې ښکاري چې دا ځل به خپل مهم دوستان له لاسه ورکړي.
ډېری اقتصاد پوهان په دې اند دي چې د ټرمپ له خوا پيل شوې تجارتي جګړه د یوه بې رحمه توفان په شان په شدت سره دوام لري او د دغه هېواد د عامو خلکو جیبونه يې خالي کړل، داخلي صنعت يې اغېزمن کړی او پر اقتصاد يې ژور ټپونه جوړ کړي دي.
نو لرې نه ده چې د ټرمپ دغه غلط سیاستونه به له یوې خوا په امریکا کې دننه پر مصرف کوونکو فشارونه زیات او هغوی به له مرکزي نظامه سرکشۍ ته اړ شي او اوس هم د دغه هېواد ځینو ایالتونو له چین سره د تجارتي جګړې مخالفت کړی او په علني توګه يې ویلي چې د ټرمپ له بندیزونو سره سره به له چین سره خپل تجارت ته دوام ورکړي.
دغه راز د امریکا ډېر دایمي او پخواني دوستان لکه اروپايي ټولنه هم اوس له امریکا څخه ناراضه شوې او چین ته يې د تجارت په برخه کې د همکارۍ لاس اوږد کړی دی چې دا هم د امریکا پر مخ یوه درنه څپېړه ده ځکه امریکا په تېر تاریخ کې تل له اروپايي ټولنې د ځان د دفاع د سپر په توګه استفاده کړې او په یوه ټلواله کې ورسره پاتې شوی نو اوس يې چې پر اروپايي ټولنه هم د تجارتي جګړې ګوزارونه کړي نو ښکاره ده چې دغه ټولنه به لار ترې بېله او امریکا به په نړۍواله کچه منزوي شي.