د بدخشان ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د بدخشان اشکاشم ولسوالي کې د بیروج قیمتي ډبرو کان نړېدو په پېښه کې ۳ کانکیندونکو ژوند بایللی دی. د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست کې طبیعي پېښو ته د رسېدو امر محمد کامګار رسنیو ته ویلي، چې پېښه تېر ماښام د اشکاشم ولسوالي«سفیداورینګ» سیمه کې شوې. د نوموړي په خبره، کان کیدونکو په غیري مسلکي ډول کان کیندنه کوله چې کان پرې نړېدلی او تر خاورو لاندې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې په بدخشان کې ګڼ شمېر ځوانانو په خپلسره او غیري مسلکي ډول د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو استخراج ته مخه کړې چې ګڼو مواردو کې د کانونو نړېدو په دلیل ورته مرګژوبله هم اوښتې ده.