د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې د سرحدي بندرونو تړل، د شخړو زیاتوالی او د خوراکي توکو کموالی د غزې ټول اوسېدونکي د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ کړي دي. د خوړو نړۍوال سازمان اجراییوي مدیر سندي مککین ویلي، چې په غزه کې کورنۍ د لوږې له امله سخت کړاوونه تجربه کوي، په داسې حال کې چې د دوی اړین خوراکي توکي په سرحدي بندرونو کې بند پاتې دي. هغه ټینګار کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د غزې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.