د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي ايويلا د مې په ۱۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سويس په ژنيو کې د چين او امريکې د اقتصادي او تجارتي مشرانو تر منځ خبرې اترې د نړۍ لپاره ستر اهميت لري.
ايويلا په دغو خبرو اترو کې د فعالې لاسته راوړنې له امله خوښې څرګنده کړه.
دې ویلي چې په دې نړيوالو ترينګلو حالاتو کې د دغو خبرو اترو پرمختګ نه يوازې د امريکې او چين، بلکې د ډېرو کمزورو اقتصادونو په شمول د نورو سيمو لپاره ډېر مهم دي.
نوموړې هېله څرګنده کړه، چې چين او امريکا د يادو خبرو اترو د لاسته راوړنو پر بنسټ ممکنه حل لاره ومومي او ترينګلي حالات ارام کړي تر څو پر راتلونکې او پر څو اړخيز سوداګريز سيستم باور ټينګ شي.