د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مې په ۱۲مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې په جلا جلا توګه د کيوبا، يوراګوي، پيرو، ونزويلا، ګويانا، نيکاراګوا او کلمبيا له خارجه وزيرانو او استازو سره ليدنې کړې. ياد شخصيتونه د چين ـ د لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو ټولنې فورم د وزيرانو په څلورمه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته رسېدلي دي.
وانګ يي دغه راز په همدې ورځ د انتيګوا او باربودا، باهاما، باربادوس، دومينيکا، ګرينادا، ګويانا، جانايکا، سورينام، ترينيداد او توباکو په شمول د کارابين هېوادونو له خارجه وزيرانو او استازو سره ليدنې کړې دي.