د افغانستان برېښنا شرکت د اجراییوي رییس عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی د کاسا زر پروژې په اړه ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړ. برېښنا شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په یاده ناسته کې د کوربه تاجکستان په ګډون د قرغیزستان، افغانستان، پاکستان او اسلامي پراختیایي بانک استازي هم ګډون کوي او تمه ده چې د پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي. اعلامیه کې راغلي چې برېښنا شرکت د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ د دې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.