د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د ښوونې د وزيزانو نهمه غونډه د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې په اروموچي ښار کې تر سره شوه. ګډونوالو د ښوونيزې همکارۍ د پياوړتيا، د ټولشموليت او يو د بل د تجربو د زده کړې د پرمخبېولو او په ګډه د دواملرونکي او پرمختیایي کور ابادۍ تر سرليک لاندې يو له بل سره د نظريو تبادلې وکړې.
د چين د ښوونې وزير هوای جين پنګ ويلي چې چين تل د ښوونيزو چارو پر ورخلاصون ټينګار لري او غواړي چې له دې غونډې څخه په استفادې له بېلا بېلو غړو هېوادونو سره د دواملرونکي پرمختګ تجربې شريکې کړي، د همکارۍ نوی ډګر جوړ کړي، د همکارۍ محتوا او ساحې پراخې کړي تر څو په دې برخه کې روښانه اينده برابره شي.
د دې غونډې په بهیر کې د بېلا بېلو غړو هېوادونو استازو د تېرې غونډې، د ښوونې په برخه کې د ورخلاصون او ستراتيژيک پرمختګ د سترو تدبيرونو او د ښوونيزو همکاريو د مهم پرمخیتايي لوري په اړه معلومات وړاندې کړل. بېلا بېلو خواوو د مسلکي تعلیم او د لوړو زده کړو په برخو کې د چين له خوا وړاندې شوی د همکارۍ وړانديز هم وستايل شو او ټول په دې اند دي چې د دې وړاندیز په پلي کولو سره به په دې برخه کې د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پياوړې شي. هغوی غواړي چې د ښوونې په برخه کې د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ موډل او لوري د لټولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو په دې سره به د خلکو ترمنځ دوستي لاټينګه شي.