په ننګرهار ولایت کې د مطالعې کلتور پیاوړتیا او ځوانان د کتاب لوستنې ته د هڅولو په موخه د کتابونو نندارتون جوړ شوی دی. د نندارتون مسوولین وايي، د دې پروګرام موخه په ټولنه کې د مطالعې دود ژوندی ساتل او ځوان نسل لوست ته هڅول دي. د نندارتون تنظیموونکي سعید محمد وقار ویلي، دغه نندارتون پرون د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې پرانیستل شو او تر نن ورځې دوام لري، چې په کې سلګونه ډول ډول کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي. د نندارتون یو شمېر ګډونوال وايي، د ټولنیزو رسنیو زیاتې کارونې د کتاب لوستنې دود کمزوری کړی، او که پاملرنه و نهشي، دا ارزښتمن فرهنګ له منځه ځي. دوی له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د مطالعې د دود پراخولو لپاره جدي هڅې وکړي.