د امریکا ولسمشر ډ،نالډ ټرمپ له ریاض څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شو او ټاکل شوې، چې هلته د امریکا سلګونه میلیارده ډالره پانګونه هم اعلان کړي. د رویټرز د راپور له مخې، په پام کې ده چې ټرمپ په دوحه کې د قطر لخوا د (Boeing 747-8) ماډل الوتکه هم د ډالۍ په توګه ترلاسه کړي. ټرمپ به له قطر وروسته سبا پنجشنبه د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابو ظبۍ ته لاړ شي.