د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي، چې په افغانستان کې یې د بشري مرستو بودجه په ډېره اندازه راکمه کړې ده. د مالوماتو له مخې د دغه بدلون له امله له ۴۰۱ ولسوالیو یوازې ۱۴۵ولسوالۍ د مرستو د وېش د لومړیتوب ساحې ګڼل شوې دي. اوچا وایي هڅې اوس یوازې د هغو ۱۲،۵میلیونه وګړو پر ملاتړ متمرکزې دي چې تر ټولو سختو بشري شرایطو کې ژوند کوي. یادې ادارې زیاته کړې، د اړمنو خلکو د ملاتړ لپاره ۱،۶۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د ۲۰۲۵کال لپاره ټولیزه اړتیا ۲،۴۲ میلیارده ډالر اټکل شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالې مرستې په ځانګړي ډول د امریکا له لوري کمې شوې او له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د را ستنېدو بهیر بشري وضعیت لا خراب کړی دی.