د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له زندانونو ۵۰ افغانان خوشې شوي دي. د مالوماتو له مخې په دې سره په تېرو درېیو ورځو کې ۱۶۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي. یاد وزارت د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت له حوالې لیکلي، چې دغه کسان له یوې ورځې څخه نیولې تر ۲ ورځو پورې په زندانونو کې پاتې شوي؛ خو د دغه کسانو د جرم په اړه یې څه نه دي ویلي. پاکستان تر ډېره هغه افغانان تر نیول کېدو وروسته د یوې او دوه ورځو لپاره په بندخونو کې ساتي، چې په دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت وي.