د چین ولسي بانک د مې په ۱۴مه نېټه شمېرنې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د ژن مين بي يوانو پورونه ۱۰ ټریلیونه او ۶۰ ميلیارډه یوانه زيات شوي چې له دې جملې څخه تصدیو ته د ورکړل شویو پورونو اندازه کې ۹ اعشاریه ۲۷ ټریلیونه یوانه زياتوالی ښيي.
له شمېرنې سره سم، د اپريل په پای کې د ژن مين بي پورونو اندازه ۲۶ اعشاریه ۵۷ ټریلیونو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷ اعشاریه ۲ سلنه زیاتوالی ښيي. د روان کال په لومړیو ۴ میاشتو کې د اوسېدونکو لخوا اخیستل شوي پورونه ۵۱۸ اعشاریه ۴ ملیارډه یوانه زیات شوي او دغه راز تصدیو له خوا ترلاسه شوي پورونه ۹ اعشاریه ۲۷ ټریلیونه یوانه زیات شوي چې له دې جملې څخه منځمهاله او اوږدمهاله پورونه ۵ اعشاریه ۸۳ ټریلیونه یوانه زیات شوي دي.