د چين د سوداګرۍ د وزارت وياند د اپرېل په ۱۴مه نېټه ويلي چې د اړوندو مقرراتو له مخې يې د روان کال د اپرېل په څلورمه او نهمه نېټه ۱۷ امریکايي شرکتونه د بې اعتباره شرکتونو په ليست کې شامل کړي او یاد شرکتونه په چین کې له نوې پانګونې څخه منع شوي وو.
دی وايي چې د چين او امريکا د لوړې کچې سوداګرۍ او اقتصادي چارواکو ترمنځ په خبرو کې له ترلاسه شوي توافق سره سم به د مې له څوارلسمې نېټې څخه په راتلونکو ۹۰ ورځو کې د اپرېل د څلورمې نېټې ياد تدبیرونه او د اپرېل د نهمې نېټې نيول شوي تدبيرونه هم وځنډول شي.