د چين د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړ، امريکايي لوري پر ځايي وخت د مې د ۱۴مې نېټې له صفر بجې څخه پر چيني توکو (د هانکانګ او مکاو توکي پکې شامل دي) لګېدلي ټولې ۹۱ سلنه تعرفې لغوه کړې او پر چيني توکو لګېدلې ۳۴سلنه بالمثل تعرفې يې تعديل کړې چې له دې جملې څخه به د ۲۴ سلنې تعرفو لګېدل د ۹۰ ورځو لپاره وځنډېږي او پاتې ۱۰ سلنه لګېدلې تعرفې به دوام ولري. د دې تر څنګ امريکا په عين وخت کې د چين پر کوچنيو پوستي بستو لګېدلې تعرفې ټيټې يا لرې کړې او د نړيوالو پوستي بيو ماليات يې هم له ۱۲۰ سلنې نه ۵۴ سلنې ته کم کړي دي.
د چين د سوداګرۍ وزارت ويلي، چين به د امريکايي لوري د اړوندو کړنو په ځواب کې پر امريکايي توکو اړوندې تعرفې او ځوابي تدبيرونه تنظيم کړي.