د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بیورو د دايمي کمېټې غړي او د صدراعظم مرستيال دینګ شیوه شیانګ د مې د ۱۴مې نېټې په ماسپښين د چین په وو هان ښار کې د ۲۰۲۵ کال د ډیجیټلي تعلیمي نړیوال کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.
دینګ شوه شیانګ په خپله وینا کې وویل چې د چین حکومت ډیجیټلي تعلیمي پرمختګ ته په ډېره درنه سترګه ګوري. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ پر دې ټینګار وکړ چې د ملي ښوونې د ډیجیټلي کولو ستراتیژي دې په بشپړه توګه پلې کړو او د زده کړې ټولنې جوړولو او د هر ډول او کچو د استعدادونو راڅرګندېدو ته دې وده ورکړو.
د یاد کنفرانس نوم “د تعلیمي پرمختګ او بدلون د ځیرکتیا دوره” دی.
د چين او بهرنيو حکومتي چارواکو، د اړوندو نړيوالو سازمانونو مشرانو، د پوهنتونونو، منځنیو او لومړنيو ښوونځیو د استازو او د کارپوهانو په ګډون له ۶۰۰ څخه زياتو کسانو د دې کنفرانس په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.