د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حیات حقاني شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې سمنګان ولایت ته تللی او په دغه ولایت کې د هغو سیمو لپاره چې تر دې وړاندې له مخابراتي خدمتونو بې برخې وې، د ۲۶ مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر ورکړی. د مخابراتو سرپرست وزیر یاد ولایت ته د سفر په مهال د مخابراتي شبکو مسوولینو ته د لارښوونې له مخې ویلي، چې یاد سایټونه باید له درېیو میاشتو په کمه موده کې نصب او فعال شي. یاد وزارت وايي، د یادو سایټونو له جوړېدو سره به د سمنګان ولایت لرو پرتو سیمو سربېره د سمنګان پلخمري او سمنګان حیرتان مسیرونه هم له مخابراتي خدمتونو سره وصل شي.