د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د مې په ۱۵ مه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې ویلي چې هېواد يې د يو چين پېژندنې اصل او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ او د روغتيا نړيوالې اسامبلۍ د اړوندو پرېکړو جديت او صلاحيت ته په کتو پرېکړه کړې، چې د روغتيا په سږنۍ نړيواله اسامبلۍ کې د تايوان سيمې ګډون ونه مني.
نوموړي زياته کړه، چې چين په نړيوالو سازمانونو او د روغتيا نړيوال سازمان په فعاليتونو کې د تايوان سيمې د برخه اخيستنې په اړه داسې دايمي او روښانه دريځ لري، چې له مخې يې اړوندې مسئلې باید د يو چين پېژندنې له اصل سره سم حل شي او دغه اصل د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د ۲۷۵۸م پرېکړه لیک او د روغتيا نړيوالې اسامبلۍ ۲۵.۱ م پرېکړه لیک کې هم تائيد شوي دي. ده زیاته کړې چې د چين تايوان سيمه د هېواد د مرکزي حکومت له اجازې پرته هيڅ دلیل او حق نه لري چې د روغتيا نړيواله اسامبلۍ کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې، چې د روغتيا ۷۸ مه نړيواله اسامبلي به د مې په ۱۹ مه پرانيستل شي او تايوان ته په دغه اسامبلۍ کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.