په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د مې په ۱۵مه نېټه د فلسطين «فاجعې» ورځې د يادونې په فعاليت کې وويل، چې چين به له ټولو سوله خوښوونکو هېوادونو سره د دوه دولتونو لايحې د پلي کولو او د فلسطين مسئلې د هر اړخيز، عادلانه او دايمي حل لپاره نه ستړی کېدونکي کوښښونه وکړي.
نوموړي وويل : ۷۷ کاله مخکې، له نيمايي څخه ډېر فلسطينيان د عربو او اسرائيل تر منځ جګړې پر مهال له خپلو کورونو څخه وشړل شول، ۷۷ کاله وروسته، اوسمهال له فلسطينيانو سره ناعادلانه چلند نه دی سم شوی ، بلکې لا سخت شوی دی . دی وايي چې په غزه کې جګړه له ۱۹ مياشتو راهيسې روانه ده او له ۵۳۰۰۰ څخه ډېرو فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړې دی. هغه وايي چې د فلسطين مسئله د منځني ختيځ مسئلې کليدي ټکی ګڼل کېږي او د سيمه ييزې سولې، ثبات او اوږدمهال خونديتوب سره تړاو لري. نوموړي د دوه دولتونو لايحې پلي کول د فلسطين مسئلې د حل يوازنۍ لاره وبلله.