د عدلیې سرپرست وزير، عبدالحکيم شرعي، د سن پټرزبورګ نړۍوالې حقوقي مجمع په ۱۳مه ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته ولاړ. په دې حقوقي ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو د عدليې وزيران، قضايي چارواکي او حقوقي متخصصين برخه اخلي. عدليې وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې به عدلیې وزیر د قوانينو د څرنګوالي، په نړۍوالو حقوقو کې د اصلاحاتو د اړتیا، د عدالت د تامين او د نړۍوالو تعاملاتو پر وړاندې د سرپرست حکومت د دریځ په اړه وينا وکړي. دغه درې ورځنۍ ناسته د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ په سن پټرزبورګ ښار کې پیلېږي.