د لوګر مرکز اړوند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو په ښارګوټي کې یوه لومړني ښوونځي ته یوه مجهزه، عصري او معیاري ودانۍ جوړه شوې ده. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي، چې د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې د پوهنې وزارت د یوې مرستندویې موسسې د شاوخوا درې سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړه شوې ده، چې په راتلونکو څو ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دغه ښوونځي کې ۱۶ درسي ټولګي، ۵ اداري خونې، د غونډو تالار، کمپېوټر لېب، لابراتوار، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د اوبو څاه، احاطوي دېوال، سپورټي میدانونه، عصري تشنابونه او نور اړین ملحقات شامل دي. د صلاح الدین ایوبي په نوم دا ښوونځی دوه کاله وړاندې تاسیس شوی او اوس شاوخوا ۷۰۰ زدهکوونکي لري.