د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي په رسمي بلنه ایران ته ولاړ. بهرنیو چارو وزارت وایي، چې له متقي سره په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبداللطیف نظري هم شامل دی. ټاکل شوې، چې نوموړی د تهران د خبرو اترو فورم کې برخه واخلي او له خپل ایراني سیال او نورو لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.