د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مې په ۱۶مه نېټه د یوراګوی پخواني ولسمشر جوسي موجیکا د مړینې په اړه اوسني ولسمشر یمندو اورسي ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ په پيغام کې د چین حکومت او خلکو په استازیتوب د موجیکا د مړینې په مناسبت خپله ژوره خواشیني او د ده کورنیو او د یوراګوی خلکو ته یې همدردي څرګندوي.
شي جين پينګ وویل، ښاغلي موجیکا د یوراګوی مشهور مشر دی او د خپلو خلکو لپاره د ګټو تر لاسه کولو په موخه یې عمري کوښښونه کړي دي. د ده په وفات سره چین هم یو ملګری او دوست له لاسه ورکړی دی. له یوراګوی سره اړیکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له اوسني ولسمشر یامندو اورسي سره د دواړو خواوو د هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو د ټینګښت لپاره په ګډه هڅې وکړو.