د لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو فورم د چين، لاتينې امريکا او کرابين حوزې د ۳۳ هېوادونو تر منځ د خبرو او همکاريو، د اړيکو او متقابل پرمختګ د تقويه کولو ستراتيژيک پل او چوکاټ دی.
د لاتينې امريکا او کارائیب هېوادونو اتحادیې په ۲۰۱۰م کال کې تر رامنځته کېدو راهيسې په سيمه ييز ادغام او په ۲۰۱۴م کال کې د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د فورم تر رامنځته کېدو راهيسې دواړو لورو د متقابلو ګټو، برابرۍ او عدالت پر بنسټ د لا ډير عادلانه نړيوال اقتصادي نظم له رامنځته کېدو سره مرسته کړې ده.
د يادونې وړ ده چې ياد فورم په خپل ذات کې د متقابل سياسي باور او د ټولو لورو د انکشافي ستراتيژيو د انطباق حياتي ميکانيزم دی.
د ياد فورم د ۲۰۲۵م کال ناسته د روانې مې مياشتې په ۱۳مه نېټه په داسې حال کې په بيجينګ کې وشوه چې نړۍ له ډيريدونکي اقتصادي تزلزل سره مخ ده او مذاکراتو او اجماع ته تر بل هر وخت اړتيا ډيره شوې ده.
په تېره اپريل مياشت کې د ټرمپ د ادارې له لوري پر هغو هېوادونو د اضافي تعرفو د لګولو پرېکړه، چې له متحدو ایالتونو سره سوداګريزه راکړه ورکړه لري د اقتصادي څو اړخيزتوب د اصولو خلاف او تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اقتصادي بڼې د بدلون تر ټولو لويه پېښه ده.
د غچ پر ځای بايد مذاکرات لومړيتوب وي. کوچني انګړونه او لوړ ديوالونه بايد جوړ نه شي او مذاکرات بايد بنيادي اصل وي چې پر بنسټ یې نوي را پورته کېدونکي هېوادونه د نړيوال چاپېريال پېچلتياوې لرې کولی شي، خپلې ګټې خوندي کولی او د انکشاف لپاره ستراتيژيک فرصتونه موندلی شي.
له همدې کبله د تعرفو د ډيرولو له لارې د امريکايي صنايعو د بيا احيا کولو هڅې نړيوالې همکارۍ زيانمنوي او د نړيوال سويل هېوادونه په ګډه سره کار کوي چې خپلې راتلونکې د خپل حاکميت او عدالت پر بنسټ جوړې کړي.
د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د اتحادیې د سږني فورم په پایله کې د بيجينګ اعلاميه به د يوې نوې نړۍ له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي او د برابرۍ او درناوي پر بنسټ به د نړيوالو اړيکو لپاره پرانيستې فضا رامنځته کړي او د ټول بشريت لپاره به د ګډ برخليک ټولنې د رامنځته کېدو سبب شي.
چين او د لاتينې امريکا او کرابين هېوادونه تل د ګټې – ګټې اصولو، متقابل درناوي، متقابلو ګټو او سوله ييز ګډ ژوند پر بنسټ د همکاريو پر اهميت پوهيږي او د څو اړخيزتوب، عادلانه نړيوالې سوداګرۍ، د برابرۍ او همکاريو پر بنسټ د نوي نړيوال نظم، پايدار انکشاف او دغه راز د مسوول، رغنده او متوازن ډيالوګ اهميت درک کوي.
ټکنالوژي او پايداري د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د اتحادیې تر منځ د تبادلاتو، سوداګرۍ او پانګونې نوې ستنې دي. د کمربند او لارې نوښت او د لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د اتحادیې داخلي سياستونه د انرژۍ لېږد او ډيجيټلي کېدل تقويه کوي او دغه راز د مخ پر ودې زيربنا، روغتيا او ولسي تبادلاتو د چټکتيا سبب کيږي.
د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د اتحادیې اړيکې اوږدمهالې دي او جامع څو اړخیزې اړيکې یې نښه ده.
اوږدمهاله ستراتيژيک ليدلوری، محترمانه مذاکرات او د اړيکو، پاخه مشارکت او اعتبار جوړول د دواړو لورو تر منځ يوازې د اړيکو پيل دی چې په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنيزو برخو کې به ښې پایلې ولري.
دا به د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو د اتحادیې تر منځ د سوداګريزو اړيکو د ښه کېدو سبب هم شي. په ۲۰۲۴م کال کې د دواوړ لورو تر منځ د سوداګريزې کچې ارزښت له ۵۰۰ ميلياردو ډالرو واوښت چې د ۲۰۰۰مو کلونو په پرتله څلوېښت برابره ډير شوی و.
چين او د لاتينې امريکا او کرابين هېوادونه تبادلات پراخوي او د لا ډيرې بهرنۍ چيني پانګونې د جذب هڅې کوي څو لوجستيکي نيمګړتياوې رفع کړي او د ځيرک توليد، مصنوعي ذکاوت، د ارتباطاتو د پنځم نسل، ځیرکو ښارونو، برېښنايي سوداګرۍ، پاکې انرژۍ، کانونو، روغتيا او نورو برخو کې د ټکنالوژيو شريکول پراخ کړي. دا چاره د دواړو لورو تر منځ مشارکت لا لوړې کچې ته رسوي چې په پایله کې یې د سيمې او په ټوله کې د نړۍ سوکالي او ثبات تقويه کيږي.
چين او د لاتينې امريکا او کرابين هېوادونه اوس بايد د لوړې کچې مشارکت تقويه کړي. د لاتينې امريکا هېوادونه چين ته د خوړو، کانونو او انرژۍ خونديتوب وړاندې کوي او له شک پرته چې په ټکنالوژۍ او پايدارۍ کې د چين – لاتينې امريکا او کرابين هېوادونو همغږي د دواړو لور تر منځ د ګټورو همکاريو نوي بنسټونه دي چې اوس پيل شوي او راتلونکې به وټاکي.