د راپورونو له مخې د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له کبله ۳۴کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي. په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له کبله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د طوفانونو له کبله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.