د فنلنډ امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه هېواد په سوېل لوېدیځ کې د دوو چورلکو د ټکر له امله پنځه تنه مړه شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پېښه د فنلنډ په سوېل لویدیځ کې د یورا هوایي ډګر ته نږدې په یوه ځنګلیزه سیمه کې رامنځته شوې ده. پولیسو ویلي، چې په یوه چورلکه کې دوه کسان او په بله کې درې کسان سپاره وو. بل خوا د فنلنډ د ملي څېړنو ادارې ویلي، چې دوی د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي.