د سرپرست حکومت چارواکو د روسیې کازان اقتصادي فورم څنډه کې د روسیې (انتیکوي) شرکت سره د نفتو استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړی. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د روسیې د ریانویستۍ اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د دې تړون له مخې (انتیکوي) شرکت به په افغانستان کې د نفتو پروسس کارخونه هم جوړوي. همدارنګه، د افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز رییس رستم حبیبولین ډاډ ورکړی، چې دغه شرکت به ژر افغانستان کې د نفتو د استخراج چارې پیل کړي.