د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۲۴۶ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې څخه تر لسو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې. د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان پرون د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې روانه ده او پولیس کور په کور هره ورځ د نیول کېدو عملیات کوي.