د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي خبر ورکړی، چې له امریکا سره د پنځم پړاو مذاکراتو نېټه ټاکل شوې او ژر به اعلان شي. عراقچي زیاته کړې، چې د مذاکراتو د ځای په اړه به د عمان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړي. نوموړي یو ځل بیا ټينګار کړی چې تهران د امریکا او عماني لوري له خوا «هېڅ کوم لیکلی پیغام» نه دی ترلاسه کړی. د امریکا او ایران ترمنځ څلورم پړاو خبرې اترې تېره یکشنبه د عمان په پلازمېنې مسقط کې شوې دي. بلخوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندولو کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هممهاله هم د سولې او هم ګواښ خبره کوي، خو تهران له ګواښه وېره نه لري.