د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور د ډنمارکي سره صلیب له مسوول او د دغه بنست د رواني ناروغیو د څانګې له مسوولې سره د سېلابځپلو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه کتنه کړې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې دلاور له محمد الشمع او مېرمن نیوس سره د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو او همداراز د اړمنو راستنېدونکو کورنیو د ستونزو په اړه خبرې کړې. په دې کتنه کې د ډنمارک د سره صلیب استازو ژمنه کړې، چې ۸۰۰ سېلابځپلو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي. د افغاني سرې میاشتې په وینا، شهابالدین دلاور د دې مرستندویې ادارې له ډنمارکي استازو وغوښتل، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته پراختیا ورکړي، په تېره بیا له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو له امله یې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي. ډنمارکي استازو ویلي چې بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو ته به نغدي مرستې هم ووېشي.