د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په بېجېنګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، دواړو لورو کابل ته د اسحاق ډار د وروستي سفر په تړاو، د دوه اړخیزو اړیکو، ډیپلوماټیک تعامل، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د شویو پرمختګونو ارزونه وکړه. په لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییز نښلون او امنیت په برخو کې به ګډ کار ته دوام ورکوي.