د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د پاکستان په بلوچستان کې د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس د برید په غندلو سره ویلي، چې پاکستاني چارواکي باید له کوم دلیل او ثبوت پرته په دغه هېواد کې د ورته پېښو مسوولیت پر افغانستان وانه چوي. نوموړي ټینګار کړی، هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر وړاندې وکاروي. پاکستان تل ادعا کړې، چې په دغه هېواد کې کېدونکې بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او سرپرست حکومت د دوی ضد وسلهوالو ډلو ته په افغان خاوره کې پټنځایونه ورکړي دي. خو ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې دغه ډول ادعاوې له کوم لامل پرته څرګندېږي.